1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ

 
 
 

 

 | 09.01.2009 | 09:00 UTC

په وزيرستان کي د القاعدې يو مشر وژل سوی

د امريکې د متحدو ايالتونو د جاسوسی سازمان د يو مشر د څرکندونو له مخې، په پاکستان کې د القاعده د ترهګرې ډلې يو مشر اُسامه الکيني او دده اهم مرستيال وژل شويدی. د مړينې د زياتو جزيياتو په هکله په واشنګتن کې نور معلومات نه دی ورکړل شوی. د نوي زيږديز کال په لومړی ورځ پاکستانی سرچينو، له افغانستان سره په پولو کې، د امريکايي بې ډريوره موټر په وسيله ددريو بهرنيو بنسټپالو د وژل کيدو خبر ورکړی وو.  د غو دوو کينيا الاصله سړيو بايد د نورو کارونو په څنګ کې، په ختيځه افريقا کې په 1998 زيږديز کال کې د امريکې د متحدو ايالتون په سفارتونو کې په بمې چاودنو کې برخه درلودلي وی. په کيني باندې د پاکستان  په مارييوت- هوټل کې د تير کال د چاودنې د تنظيموونکی ګومان هم کيږی.



په کراچې کې د اور د لګيدو له امله ډير خلک مړه شويدی

د کراچې  دبيوزلو په يوه سيمه کې  ديوې اورلګيدنې له امله لږ تر لږه 40 تنو د هغو په ډله کې زيات شمير ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی. خبرلوڅي وايي چې دغه خلک د اور په لمبو ناڅاپه له خوبه راويښ شوی او نور تښتيدلای نه شوای. په دغه سيمه کې ډيرې کوډلې ورانې شويدی. د اورلګيدو لامل لا نه دی څرګند. د رسمی ادارو د څرګندونو له مخې ښايي اوسيدونکو اور لګولی وی، څو له سړو څخه ځان وساتی.


د امنيت شورا د غزې په تړانګه کې د اوربند غوښتنه کوی

د څو ورځو خبرو اترو وروسته د نړيوال امنيت شورا اسراييل او حماس د غزې په تړانګه کې يو بې له ځنډه اوربند ته راوبلل. د اړوند پريکړه ليک لپاره د ملګرو ملتونو له پنځلسوغړو هيوادونو څخه 14 رايي ورکړې او د امريکې متحدو ايالتونو له رايي څخه ډډه وکړه. د امنيت شورا غوښتنه کړې چې د اوربند په بهير کې بايد اسراييلی پوځ په پوره توګه له فلسطينی خاورې څخه ووځی. کومه نيټه ددې لپاره نه ده ټاکل شوې. نړيوله ټولنه له شورا څخه غوښتنه کوی، چې د غزې تړانګې ته د وسلو د قاچاق په اړه خپلې هڅې په کار واچوی. دغه راز بايد مرسته کوونکې ټولنې بې له خنډه دغو سيمو ته لار ولری. 


فلسطين د پريکړې بې له ځنډهپلي کول غواړی

د فلسطين د بهرنيو چارو وزير رياض المالکي د نړيوال امنيت د شورا د غزې د پريکړه ليک په هکله محتاطانه عکس العمل ښکاره کړ. دده له خولې فلسطينيان ددې ويره لری چې اسراييل به اوربند ته ځڼډ ورکړی او خپل بريد ته به دوام ورکړی. المالکي غوښتنه کوی چې اسراييل بايد بې له ځڼډه دغه پريکړه پلې کړی. او دﺉ په دې باور دی چې حماس به هم د راکټونو ويشتل ودروی.په ملګرو ملتونو کې د اسراييلو استازې ګابرييلا شاليف څرکنده کړه چې ددې هيواد پرته له دې چې له ځانه دفاع وکړی بله لار نلرې، د اوسني حالت مسؤليت د حماس په غاړه دی. 


دغزې په جګړه کې څه کم 780 تنه وژل شويدی

داسراييلو پوځ د جمعې په شپه هم د غزې په تړانګه باندې خپلو بريدونو ته دوام ورکړ. ځايي او نړيوالې سرچينې رپوټ ورکوی چې چاودنې تر ټولو زيات د فلسطينی سيمو په شمال کې وشوی. د ناپيلو څارونکو د پيژندنو له مخې د څه کم 780 تنو وژل شويو په ډله کې چې د 13 ورځو راپديخوا د اسراييلو د بريدونو له امله وژل شويدی، زياتره ښځې او ماشومان دی. د حماس اسلامی بنسټپالې ډلې له خپلې خوا د قربانيانو شمير 765 تنه ښودلی دی. اسراييل د خپلو لسو تنو سرتيرو او ملکی کسانو او ماشومانو د وژل کيدو يادونه کوی چې د فلسطینی راکټونو په واسطه وژل شويدی.


دګازو لانجه: د اروپايي ټولنې هڅې د ګازو په بير ليږلو کي بريالی شوي

له څو ورځو لوبو وروسته، کولای شی اروپايي هيوادونه د روسيې لخوا دغازو د دريدلو، په پايته رسيدو بيرته خوشحاله شی. د اروپايي ټولنې د شورا د چکی مشرۍ د څرګندونو له مخې د روسيې صدراعظم ولاديمير پوتين او دده چکی همکار ميريک تپولانيک د تيليفون په ليکه سره جوړه وکړه چې په اوکرايين کې د غازو د څرنې لپاره ناپيلي څارونکي وګماری، په پراګ کې مشري په دې باور ده چې ډير زر به د سهيلی اروپا هيوادونو ته غاز ورسيږی.





 
د ورځي عکس
ImageOfTheDay

DW-TV EUROPE live

Journal (deutsch) - Mit Tagesthema