| 03.12.2008 | 09:00 UTC
مظاهره کونکودبنکاک هوايي ميدانونه بيرته ايله کړي دي
په تايلنډکښي د حکومت تربې صلاحيته کيدو او صدراعظم تر ليري کیدو وروسته مخالفينو دواړه هوايي ميدانونه چه د ورځو ورځو راهيسي محاصره وه ، بيرته پرې ايښي دي . د ورځي په جريان کی به د بنکاک په بين امللي هوايي ميدان کي الوتني بيرته پيل سي . په تايلنډ کښي د احتجاجونو له کبله 300000 ټورسټان او معامله ګران بند پاته وه،اونه يې سوای کولای چه د بنکاک څخه ووزي .
پرون صدراعظم سومچای تر هغه وروسته استعفاً ورکړه، کله چه د اساسی قانون محکمې دده حکومتي ګوند PPP او دهغه سره په اييتلاف کی دواړه حکومتي ګوندونه په پارلماني انتخاباتو کي د تقلب له کبله منع اعلام کړه . اوس ددغو دروسروګوندونو استازي راټول سوي دي ، تر څو د يوه نوي صدراعظم د نومولو پر سر سره سلا مشورې وکي .










